سمسور (۲۷غوایی۱۴۰۱) د پاکستان کراچۍ ښار کې تېره شپه د موټرسایکل بم چاودنې لږ تر لږه یوه ښځه وژلې او د درېیو پولیسو په ګډون ۹ کسان ټپي کړي دي.
چاودنه د کراچۍ د کهارادر سیمې د ټوکرانو مارکېټ کې شوې.
د ځايي پولیسو یوه مشر "راجه عمر خطاب" ویلي چاودېدونکي توکي موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د پولیسو د ګزمې موټر پکې په نښه شوی دی.
پېښه کې د پولیسو پر موټر سربېره څو نور موټرونه هم زیانمن شوي دي.
دا په تېرو څو ورځو کې کراچۍ کې دا ډول دویمه بمي چاودنه ده.
د تېرې پنجشنبې پر شپه دغه ښار کې ورته بمي چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۳ ټپي شوي وو.