لاوروف: اوکراین دې د غرب د خبرو منلو پر ځای پر سولې تمرکز وکړي

لاوروف: اوکراین دې د غرب د خبرو منلو پر ځای پر سولې تمرکز وکړي


  • 2 کاله دمخه (18/05/2022)
  • سمسور
  • 685

سمسور (۲۸غوایی۱۴۰۱) روسیه وایي، اوکرایني چارواکي د سولې د خبرو پرځای د غرب په وینا عمل کوي، چې دا چاره به د د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

د راپورونو له‌مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې اوکراین باید اوس مهال د غرب پرځای د سولې په خبرو تمرکز وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې روسیه تل خبرو ته چمتو ته ده؛ خو د اوکرایني چارواکو دا ډول کړنې د سولې خبرې زیانمنوي.   

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم اوکراین د سولې په خبرو کې د خنډونو په رامنځ ته کېدو تورن کړی و.