امریکا له درې میاشتې ځنډ وروسته اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیست

امریکا له درې میاشتې ځنډ وروسته اوکراین کې خپل سفارت بېرته پرانیست


  • 2 کاله دمخه (19/05/2022)
  • سمسور
  • 698

سمسور (۲۹غوایی۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خپل سفارت یې تر درې میاشتې ځنډ وروسته بېرته په کېف کې پرانیستی دی او نوی سفیر یې پېژندلی دی.   

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ډاډ څرګند کړی دی، چې دوی به د اوکراین خلک یوازې پرېنږدي او د روسیې د یرغل پر وړاندې د دوی کلک ملاتړ کوي.    

د رسنیو د راپور له‌مخې، امریکا په همدې موخه په کېف ښار کې پر خپل سفارت خپل بیرغ بېرته ځړولی دی. 

د یادونې وړ ده، چې امریکا د روسیې تر برید مخکې په پلازمینه کېف کې خپل سفارت تړلی و.