افغانستان د برښنا له درکه تر سل میلیون ډالر زیات قرضدار دی

افغانستان د برښنا له درکه تر سل میلیون ډالر زیات قرضدار دی


  • 2 کاله دمخه (19/05/2022)
  • سمسور
  • 659

سمسور (۲۹غوایی۱۴۰۱)د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو تر ۱۰۰میلیون ډالره ډېر پوروړی دی.

د دغه وزارت ویاند اختر محمد نصرت رسنیو ته ویلي، چې افغانستان دا پور د پيسو د نشتوالي له امله نه، بلکې د بانکي ستونزې له امله نشي ورکولای.  

د افغانستان په ۷۳ سلنه وارداتي برېښنا کې ۵۷ سلنه له ازبکستان، ۲۲ سلنه له ایران، ۱۷ سلنه له ترکمنستان او ۴ سلنه له تاجکستان څخه واردېږي.

د هغه په خبره، سرپرست حکومت د پور ورکولو ته تیار دی، خو په وینا یې چې بانکي ستونزه د پيسو انتقال له خنډ سره مخ کړی دی.  

د ویلو ده، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د کال ۳۰۰ ملیون ډالره د برښنا د واردولو لپاره ورکوي.