حامد کرزی: جاپان دې افغان محصلینو ته لا زیات تحصیلي بورسونه ورکړي

حامد کرزی: جاپان دې افغان محصلینو ته لا زیات تحصیلي بورسونه ورکړي


  • 2 کاله دمخه (20/05/2022)
  • سمسور
  • 843

سمسور (۳۰غویی۱۴۰۱) پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي. 

د ښاغلي حامد کرزي مطبوعاتي دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نجونو د ښوونځیو پر پرانېستل کېدو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی. 

هغه په دې لیدنه کې له جاپان څخه د افغان محصلینو لپاره د لا زیاتو تحصیلي بورسونو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د جاپان سفیر د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي و، چې حکومت یې په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستل کېدو هوډ لري.