د کډوالو چارو وزارت وایي، له پاکستانه ۱۶۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو چارو وزارت وایي، له پاکستانه ۱۶۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې


  • 1 کال دمخه (20/05/2022)
  • سمسور
  • 582

سمسور (۳۰غویی۱۴۰۱) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېرو څلورو ورځو کې شااوخوا ۱۶۰ افغان کورنۍ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي. 

د دغه وزارت د مالوماتو له‌مخې، چې یادې کورنۍ د روان کال د غويي له ۲۶ تر ۲۹ مې پورې د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.

 سرچینې همداراز زیاته کړې، چې د یادو ۱۶۰ کورنیو له جملې ۱۵۳ کورنیو اسناد نه درلودل او پاتې ۱۳ کورنیو یې د کډوالۍ اسناد درلودل.  

د یادونې ده، چې پاکستاني حکومت څو اوونۍ وړاندې خبرداری ورکړی وو، هغه افغانان چې د ا.ا له راتګ وروسته د دوی هېواد ته ورغلي، د کډوالو په توګه به یې ونه‌مني.