حمدالله محب: صالح ولسمشر غني ته د جنګي وضعیت په اړه ناسم مالومات ورکول

حمدالله محب: صالح ولسمشر غني ته د جنګي وضعیت په اړه ناسم مالومات ورکول


  • 2 کاله دمخه (21/05/2022)
  • سمسور
  • 759

سمسور (۳۱غویی۱۴۰۱) راپرځېدلي حکومت کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، چې د ښاغلي غني لومړي مرستیال امرالله صالح ولسمشر ته، د جنګي وضعیت په اړه داسې مالومات او مشورې ورکولې، چې له حقیقت لېرې وې.

نوموړي بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ده په دې برخه کې یو څه کولی شوای، د بېلګې په توګه دا چې پر مقابل لوري (ولسمشر لومړي مرستیال) ډېر فشار راوړي، او یا دا چې له خپلې دندې استعفا وکړي. 

پخپله امرالله صالح تر دې دمه د حمدالله محب دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې پر مخکېني ولسمشر غني نیوکه کړې، چې هېواد یې پرېښود.

باید وویل شي، چې ښاغلي محب تر دې وړاندې په یوه مرکه کې د تېر جمهوري دولت پرځېدلو کې د خپلې ناکامۍ اړوند مسوولیت منلی دی او له کبله یې بښنه غوښتې ده.