روسیې پر ټول اوکراین هوایي بریدونو ته مخه کړې

روسیې پر ټول اوکراین هوایي بریدونو ته مخه کړې


  • 2 کاله دمخه (21/05/2022)
  • سمسور
  • 728

سمسور (۴۱غویی۱۴۰۱) روسیې له نږدې یوې میاشتې جګړې وروسته د ماریپول د فولادو په فابریکه کې د بریا تر ادعا وروسته د دنباس سیمې د نیولو هڅې زیاتې کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون ویلي، چې د ازوفستال د فولادو په فابریکه کې وروستی اوکراینی سرتېری هم تسلیم شو.

روسیه وایي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې په دې سیمه کې د ټولو تسلیم شویو اوکرایني سرتېرو شمېر ۲۴۳۹ رسېږي. 

روسیې اوس په لوهانسک سیمه کې علمیات سخت کړي دي او پر ټول اوکراین د روسیې الوتکو بمبارۍ زیاتې شوي دي.

نن سهار د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین په ډېرو سیمو کې د بمباریو په خاطر د خطر زنګونه ووهل شول.