ملي څیره جوړوي او د ملي اتحاد غوښتونکی دی. خو ستونزه داده چې د یو لوی ځپل شوي ولس دپاره یي باید ځنی کسان خفه کړی وی او حتی مجازات کړی وی.
دوئ د سردار داود خان په څیر ځانونه د دولت رئیسان معرفي کوي، خو د اساسي قانون هغه احکام له پامه غورزوي چې دوئ د یوې محدودې مودې لپاره د دولت په راس کې "صرف" د خدمت لپاره مامور کوي.
کرزی صاحب چې غربي رسنیو سره غږیږي د غربي ټولنو د رضایت حاصلولو ټول مطالب داسی ښکلي، مودبه، منسجم او شمرده وایي لکه متقابل مکلفیت چی لري. خو خپل ولس ته په عمومیاتو، متحد شئ، فساد وکړئ خو بیرون یي مه وړئ په شعارونو غږیږي، او قاتل، راهزن، بیسواد، ظالم به ورسره ګلخانه کې ماښامنۍ خوړه بیا به یی سرینا پورې بدرګه کاوه.؟
غني صاحب هم چې غربيانو او غربي رسنیو سره مخامخیدو، داسی حساب شوې جملې، میخانیک شوی تیوریانې، مودبه خطابه، دقیق ارقام او د بهرنیانو د وینو او شتمنیو د ضایعه کیدو تسلیت به یي وړاندی کړ. خو چې خپل ولس سره به شو، چغې، لاس آچول، شور، ښکنځل، له پودیمه وتل او حتی ناسم معلومات به یي شریکول او غلط ماخذونه او تاریخونه به یی بیانول.
اوس خودمختاره ملي مشران د لس زره کیلومترو لری د غربي رسنیو له لارې ولس مخاطبوي او بخښنه غواړي.
هلکه د څه شي بخښنه غواړی؟
لږ یي واضح کړه چې ته څوک وی؟
څه مسولیتونه دی لرل؟
د کوم ملي خیانت یا جرم مسبب وی؟
که داسی دی کړي وي، بیاخو نو د ولس مجرم یي بابد عدلي ارګانونو ته معرفي شی!؟
که داسی نه وي، د کوم ولس غم درسره دی چې ودی بخښي؟
هاغه ولس چې لس میاشتې کیږي د جمهوریت په دفاع یي د خپلو شهیدانو اکرامیه نده آخستې؟
که د هغه ویاړلي ولس چې مشري مو ورته منصوراحمدخان ته پرېښې؟
یا هغه ولس چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره کور، کالي او اولادونه پلوري او ستا د بی ځایه او بی مسؤلیته پېغورونو له امله یي نن لوڼې هیرامڼډۍ ته وړل شوي دي؟
او قومي ټېکه داران خو ایله د خپلو غلاشویو شتمنیو ساتلو غم کې دي.
چې کابل کې وو، ورته زارۍ کیدلې چې یوې خیمه کې ټول شئ، د امربکا راغلې چانده پرځان تقسیم کړئ خو دولت مه خرابوئ. خو درې ځل همدا نارې یي وهلې چې - نه یي منم - د کابل سرکونه به له وینو ډک کړم.
اوس ولس دومره ځپل شوی او ناهیلی شوی، چې یو بیسواد جاهل کودن پری د خپلې پوچې او وچې مفکورې شیروار شروع کړی.
د قران په لوستلو به نه پوهیږي او خلک به په قران وژني.
د تفسیر او ترجمې دپاره خو سواد نلري.
چرس به څکي، نصوار او نوشادر به آچوي، ولور به اخلي، هلک به ساتي، دروغ او لاپې به یي آسمان ته رسیږي، خو ظاهر به د اصحابو او پیغمبرانو رقم جوړوي او اکټونه به د امیرانو کوي.