د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې

د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې


  • 10 مياشتي دمخه (22/05/2022)
  • سمسور
  • 262

سمسور (۱غبرګولی۱۴۰۱) کابل کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

سرچینه وایي، دغه چاودنه د کابل هوايي ډګر پر عمومي سړک د استقلال هوټل ته څېرمه شوې ده. 

په همدې حال کې یو شمېر رسنیو د عیني شاهدانو له قوله خبر ورکړی چې په دغه هوټل کې نن د اسلامي امارت د مخکیني مشر ملا اخترمحمد منصور د وژنې د شپږم تلین مراسم نیول شوي و. 

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د پېښې له ځایه د ا.ا ځواکونو په رنجر موټر کې درې جسدونه لېږدول شوي دي. 

تراوسه د یادې چادونې څرنګوالی نه ده روښانه شوی.

د کابل امنیتي مسوولانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.