سمسور (۲غبرګولی۱۴۰۱) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، په ټلويزيوني خپرونو کې ښځینه ویندویانو ته د مخونو پټولو امر، د ښځو د ازادۍ د شديد سلب څرګندوی دی.
د ياد سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار ويلي، افغانستان کې د ښځو حجاب، هغسې چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له سي ان ان سره په خبرو کې ادعا کړې وه، اختياري نه بلکې اجباري دی.
هغې ويلي، وروستيو کې پر افغان مېرمنو لګول شوي بنديزونه په شدت سره زيانمنوونکي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان تر دې وړاندې هم پر افغان مېرمنو په لګول شويو محدوديتونو خواشيني څرګنده کړې وه او ويلي يې وو چې نړيواله ټولنه بايد په دې اړه د افغانستان له ا.ا سره پرېکنده خبرې وکړي.
نړیواله ټولنه بشري حقونو په تېره بيا د ښځو حقونو ته درناوی، د افغانستان له ا.ا سره د تعامل یو مهم شرط بولي او وايي چې له دې پرته به ا.ا په رسميت ونه پېژني.