تخار کې یوې ۳۲ کلنې ښځې د اجباري واده له امله ځان وژلی

تخار کې یوې ۳۲ کلنې ښځې د اجباري واده له امله ځان وژلی


  • 2 کاله دمخه (24/05/2022)
  • سمسور
  • 663

سمسور (۳غبرګولی۱۴۰۱) تخار کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوې ۳۲ کلنې مېرمنې د اجباري واده له امله ځانوژنه کړې ده. 

د سرچينې د مالوماتو له مخې، يادې مېرمنې له خپل لومړي مېړه څخه طلاق اخستى و او له خپل رضايت پرته له بل سره کوژدنه شوې وه.

سرچینه زیاته کړې، چې دغې مېرمنې د دوشنبې په ورځ د جوزا په دویمه نېټه د رستاق ولسوالۍ د «دشتک سفلی» په کلي کې له جبري کوژدې وروسته ځان وژلی دی.

د سرچینې په خبره، دې ښځې د غرمې تر ډوډۍ خوړلو څو ساعته وروسته د جبري کوژدې څخه د نا رضایتۍ له امله ځان په دار وځړاوه او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د زیاتېدو تر څنګ د ځینو نورو لاملونو له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.