سرپرست حکومت وایي، کابل او مزار شریف کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

سرپرست حکومت وایي، کابل او مزار شریف کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې


  • 1 کال دمخه (25/05/2022)
  • سمسور
  • 614

سمسور (۴غبرګولی۱۴۰۱) د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي، چې نن ماښام د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د زکریا په نوم په یو جومات کې د ماښام پر لمونځ کوونکو چاودنه شوې، چې له امله یې دوه لمونځ کوونکي وژل شوي او لس نور ټپیان دي. 

خو بل خوا؛ په کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په جومات کې د چاودنې له امله ۲۲ ټپيان ورلېږدول شوي، چې له ډلې يې ۵ کسانو پر لار ساه ورکړې ده.  

په ورته مهال چارواکي وایي، چې د مزارشريف ښار په لسمه او پنځمه حوزه کې پر شیعه وو چاودنې شوي، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د معلوماتو له مخې د مزار شریف ښار کې د درېيو چاودنو له امله ٩ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. 

تراوسه پورې کومې ډلې د دغو چاودنو مسووليت نه دى منلى.