تاجکستان کې نن د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيليېي


  • 2 کاله دمخه (26/05/2022)
  • سمسور
  • 730

سمسور (۵غبرګولی۱۴۰۱) د تاجکستان پلاز مېنه دوشنبې ښار به نن د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځینۍ غونډه کوربه وي.

په دې غونډه کې به، چې د افغانستان د حالاتو په اړه د سیمې د هېوادونو له څو غونډو وروسته دایرېږي، د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران ګډون وکړي.

په دې غونډه کې، چې نن پنجشنبه او سبا جمعه دوام کوي، د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د نظر تبادله کېږي.

په دې غونډه کې به د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه واخلي.  

د هند د ملي د امنیت سلاکار اجیت دوفل ویلي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت د جوړېدا پر اړتیا هم خبرې وشي.