امریکا: په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو

امریکا: په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو


  • 2 کاله دمخه (28/05/2022)
  • سمسور
  • 695

سمسور (۷غبرګولی۱۴۰۱) د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

ښاغلي لو همداشان ویلي، چې متحدایالات د نوي حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو زیاتوي، چې دا دغه حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.

هغه قرغزستان ته په سفر کې په یوه مرکه کې ویلي، چې نوی حکومت دې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

امریکا په داسې حال کې د اسلامي امارت د مخالفو وسله والو ډلو له ملاتړ څخه انکار کوي، چې اوسمهال څو ډلو په بېلابېلو نومونو د طالبانو د حکومت پر وړاندې د موجودیت اعلان کړی.