سمسور (۷غبرګولی۱۴۰۱) د هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ننګرهار ته سفر کړی او هلته یې امنیتي ځواکونو ته د امنیت په ټنګښت کې ځینې سپارښتنې کړې دي.
ښاغلی مجاهد تېره ورځ ختیځ ته په خپل سفر کې د ډېورنډ له فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال د اوسني امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې ستایلي او له دوی یې غوښتي، چې باید په هر ډول شرایطو کې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
نوموړي د اچين، غني خېلو، نازيانو مهمندرې، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو کې د ډيورند له فرضي د لیدنې ترڅنګ ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له یو شمېر چارواکو سره هم کتلي دي.
باید یاده شي، چې مولوي یعقوب تر دې وړاندې پنجشېر ولایت ته تللی و او هلته یې هم د لا ډاډمن امنیت ټنګښت په موخه امنیتي ځواکونو ته یو لړ سپارښتنې کړې وې.