نامالومو کسانو د افغان نیوز په نوم خبري آژانس پر دفتر برید کړی

نامالومو کسانو د افغان نیوز په نوم خبري آژانس پر دفتر برید کړی


  • 2 کاله دمخه (28/05/2022)
  • سمسور
  • 600

سمسور (۷غبرګولی۱۴۰۱) په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا (نی) ویلي، چې تېره شپه ناڅرګندو کسانو د (افغان نیوز) خبري آژانس پر دفتر برید کړی دی.

نی ددغه رسنۍ د مدیر مسؤل برات علی بهکام له قوله ویلي، چې د یاد برید پرمهال د دغه خبري آژانس دروازه ماتې شوې او یوه پایه کمره، وای فای دستګاه او پنځه کمپیوټرونه، چې د رسنیو معلومات هم په کې وو، له ځان سره وړي دي.

نی ویلي، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي او په خبره یې دغه پېښو د رسنیو د ملاتړ ټولنې اندېښمنې کړي دي.

د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا (نی) دا هم ویلي، چې په کابل کې د (صبح کابل) ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخوا هم له تېرو درې ورځو لادرکه شوی دی. 

نی د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتي، چې د خیرخوا د قضیې او افغان نیوز آژانس باندې د برید په اړه څېړنې وکړي.