د ننګرهار اېف اېم راډيوګانې او واکمنان


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • تلوسه مومند
  • 1242

داطلاعاتواوکلتوروزارت دراپورپه اساس په هېوادکې دطالبانو دحکومت له پرزېدوسره  دبيان دازادۍ   کوترې هم خپل وزرونه په ډېرسرعت سره وغوړول اوسيورى يي په ټول هېوادکې خپورشوپه دغه برخه کې رسنۍ اومطبوعات دواړه داټکل خلاف په زياته پيمانه مينځ ته راغلل چې اکثره يي خصوصي بڼه لري خودولتي رسنۍ هم په کې دپام وړدي په رسنيو کې تلوېزېنونه يعني انځورېزې اوغږيزې رسنۍ دواړه شاملې دي چې موږبه په دغه ليکنه کې دغږيزو  رسنيودستونزواولاس ته راوړنو په اړه خبرې وکړو
    دکلتوروزارت وايي چې دامهال په ټول هېوادکې داېف اېم راډيوګانوشمېر ه څه باندې سلوته رسېږي چې ډېرى يي په مرکزکابل اوپاتې نورې دهېوادپه ټولو لويو ښارونو لکه جلال اباد ،کندهار، هرات ، مزار، خوست  کې دي چې زه به دلته دننګرهارپه اېف اېم راډيوګانو يو څه تم شم اوددغه راډيوګانو په ستونزواولاسته راوړنو به يو څه رڼاواچوم
دادخوښۍ ځاى دى چې دننګرهاراېفمونه دنوروولاياتودراډيوګانو په پرتله دمحتواله اړخه دستاينې وړدي  لامل يي دادى چې ننګرهاريو ه ادب پاله اوعلم پروره سيمه ده چې له نامه اوکارنامو سره يي هرڅوک بلددي په يوه داسې ولايت کې چې ماشومان يي هم له شعرشاعرۍ اوادب سره اشناوي اودسوادکچه په کې لوړه وي نو داېف راډيوياديوې خپرونې چلول دومره اسانه په دې نه د ي چې دلته هرڅوک راډيو اوري اوهرڅو ک کره کتنه اونېوکه کولى شي نوځکه خو بايددهغوى داډول نيوکو ته ځواب وويل شي
په ننګرهارکې دامهال ټول ټال اته اېف راډيوګانې موجودې دي چې يوه پکې ملي راډيوده چې اېف اېم اومېډيم خپرونې دواړه لر ي  دوه تلوېزوني چينلونه چې يوننګرهارملي تلوېزيون بل شرق دى ددې ترڅنګ ځينې نورې نړيوالې راډيوګانې لکه بي بي سي ، امريکاغږ ،ازادي له کابله دارمان ، نوا ،اريانا ،راډيوګانو خپرونې دلېنک سييستم له لارې داېف اېم په څپووړاند ې کېږي زه به راشم دننګرهاراېف اېمونوته چې خپله له ننګرهارخپرونې کوي اوپه هره يوه به يوڅه رڼاواچوو
1. ننګرهارملي راډيوتلويزون
 ننګرهارملي راډيوتلوېزيون په ننګرهارکې ترټولوهغووړاندې جوړه شوې رسنۍ ده دتلوېزيون اېف ايم اومېډيم موج کې خپرونې کوي اوخلک يي خوښ ساتلي که څه هم داوږدي سابقي درلودونکى دى اوددولت ديوې تبليغاتي وسيلې په توګه پاتې شوى دى ځينې ښې اوپه زړه پور ې خپرونې لري خوکارکوونکي يي پخوااواوس هم چندان دستايلووړنه دي ځکه دغه تلوېزيون دويندويانولپاره ديوه روزنيزلابراتوار په توګه پاتې شوى ددغه تلوېزيون دريس په ويناچې دتلوېزيون خپرونې يي دنړۍ په څلوېښتوهېوادونو کې ليدل کېږي خو کوالټې او منځپاڼګه يي دننګرهاردخلکو تنده هم نه شي ماتلولى اودڅلوېښتوهېوادوپه ليدلونه ارزي دکارکونکو شمېره يي له سلوکسانو اوړي خوترننه نه خپله ريس صيب زلمى خپل کارکوونکي پېژني اونه هم کارکوونکي په خپلومنځوکې سره پېژني بله داچې اورېدونکوته يي هم دپروګرام دچلوونکونومونه نه وي ياد علت يي دادى چې کارکونکي يي وخت په وخت بدلېږي ددې ترڅنګ په اداري برخه کې ګڼ مديريتونه اوامران لري دارايې سټايل يي هم هماغه پخوانى دى اونوښت په کې چندان دنو ښت په څېرنه دي تاويلې ماويلې په کې ډېرکيږي په اورېدونکونجونوپسې له شانه زنګ وهل اودکارکوونکوسره يې دشهرت نېشه ديادولووړده خويوهم په کې خپل ارمان ته نه رسيږ ي دوالي ويانداحمدضياعبدالزى په کې غوره ويانددى چې دښاغلي شيرزي په ډاډپه چارى هم نه وهي
 والي ښاغلى شېرزى يي هم کله کله خپل مال ګڼي اوخپلې اعلاميې اودقهرمانۍ فلمونه په کې خپروي اوپه کارکوونکويې دتخنيکرانو پوره باج چلېږي په مرکو کې سولېدلې اورواياتې ياتشريفاتي پوښتنې وړاندې کوي ډېرځله دتلوېزيون په وره کې چې دښارزړه راځي لاريون اوياکوم بريدشوى وي خو دوى سرهم نه ورباند ې ګروي دتلوېزيون دريس ښاغلي انجينرزلمي کارونه هم دومره دستايلووړنه دي په دې چې دى په ځينو نوروکارونو بوخت د ى اودتلوېزيون ديوه کاروکوونکي په وينا دتکړه کارونکو اومديرانو نه دخپلې څوکۍ دنيولووېره لري داخبرې مې ددې لپاره وکړې چې تلوېزيون پوره پور ه امکانات لري پې ارټي اودولت دواړه ورته ډېرڅه ورکو ي خو دکارولو دهنر اودمسلکي کاروکونکو له شتون څخه بې برخې دى خودد ې ترڅنګ په کې دانګريزي ژب لوست کتاب ښۀ ملګرى ، خپرونې دښوخپرونو په توګه دستايلووړدي ددغه راډيودخپرونو لوى مدير حصارشاهيوال صيب هم پوه سړى دى خوپه دغه برخه کې يي دمډرنېزم سره چندان جوړه نه ده ، نورې راډيو ګانې خوبيخي نه اوري خوخپل نوم دومره ورباندې ګران چې په خپرونوکې الحاج هم خپله ځان ته وايي دژورنالېزم له پوهنځي يوفارغ کارکوونکى هم نه لري

2.شرق راډيوتلوېزيون
شرق راډيوپه ننګرهارکې دويمه راډيو ده چې دملي راډيونه وروسته جوړه شوې مسول مديريي ښاغلى شفيق الله شايق دى چې دغه کارته يي دطالبانو دحکومت له  ړنګېدوسره سم دانټرنيوز په مرسته جوړه کړه اوترننه فعاليت لري لومړى به يي مسول ته لږتم شو ښاغلي شايق شاړى د ى خو پښتوته يې خدمت دستايلووړدى هغه انجينراوفلمي لوبغاړى دى اوعجيبه سټايل لري کله چې ورسره مخ شى نوفکربه وکړى چې دپاېيس کوم تبعه دى په دې چې هغه هڅه کو ي له هره اړخه ځان ته يوامتيازورکړي دنارينه کارکوونکو دساتلو وړتيانه لري خو ښځينه يابله اصطلاح نجونې په مرګ هم دلاسه نه ورکوي اوپه هرحال کې يي ساتې دنجويوسره بې سارې مينې ده ته هم ځينې ښځينه خويونه ورپه برخه کړي اوله نارينووسره يي چندان جوړه نه ده
يووخت دغه راډيوته چې په اعلاناتوچلېده ټول ميدان خالي ووخو ددې سره سره يي پرمختګ نه دى کړى اوله دغه چانس څخه يې ګټه نه ده کړې خودننګرهارداسمهال ګڼو راډيوژورنالستانو په کې زده کړې اودراډيويي پروګرامونه سره دلته اشناشوي دي بې ماشه کارکول په کې خورايوه مهمه ځانګړتياده اودمسلکي ژورنالستانوڅرک په کې نه لګېږي
شايق صيب دتلوېزيون چې مخکې کېبل وواوشايق اخبارراېستلواشتباه هم له وخت نه وړاند ې وکړه بله داچې دښځودخوښې اوله بهرنيوموسساتونه دپيسو شکولوپه خاطريي دښځوپه نوم نرګس راډيوراېښتې ده
شرق راډيوځينې خپرونې چې دستايلووړدي هغه ټولې دخبري سروېسونو په ګډون دانټريوزله خواورکول کېږي دملاخپرونه يي دستايلووړده چې دينې سوالونه په کې حل کېږي تاسې چې  کله دجوياف په سرک تېرېږى نو دشايق نټ ورک دودانۍ په ليدومه حيرانېږى دوه درې موټراوڅوشاړي مخابروواله ساتونکي کومه خبره نه ده هلته که وراخل شى نو په هردوردشايق صيب فلمي تصويرونه لګېدلې اودنجونو بنډارونه په کې روان د ي شايق له راډيوسره تېرکال شرق تلوېزيون هم جوړکړچې تراوسه ازمايښتي خپرونې لري داچې دپام وړخپرونې نه لري اواکثره وخت سندرې خپروې نو خلک يي هم زيات ګوري سره ددې چې دايونټورک دى اخبارراډيواو تلوېزيون لري خو مسلکي کارکوونکي نه لري دخپرونو مديريې ګلستان غالب دى چې ښاغلي شايق ته ځان ترنوروزيات وفاداراوخورزه خورزه کو ي اواکثره وخت په سره اوړي کې امريکايي اوږده بوټ پښوکوي اوپه خپرونو کنترول نه لري
ددغه نټ دايمي کارکوونکي چې تل په کې وي شفيق تنها چې دپوهنتو ن داستازۍ سره سره دکاروړتيانه لري اواکثره وخت دفېچړپه ځاى  واکس پاپونه درپوټ په نوم خپروي اپه لويه سټه سندريزې اوشعري خپرونې چلوي سره ددې چې يووخت دراډيومسول وواوس يوعادي کارکوونکى دى ؟
دتلوېزيون مدير ښاغلى يوسف جبارخېل چې ځان ترټولوهغومجرب ژورنالست اووياندبولې اواکثره وخت دګردي مېزپه نوم په ساده مسائلوګردي مجلسونه برابروي دطالبانو په وخت کې دکابل شريعت غږکې دامارت په بلبل قاري محمديوسف جبارخېل مشهورووچې دسپين بيرغ لپاره به يي دستاينې په ترانو په خوله کې لاړې وچې وې اودطالبانو فتجې به يي په خپلوترانو کې ساتلې اودخبرونو په نوم به يې شريعت غږکې اعلاميې خپرولې خواوس يي هرڅه بدل کړي حتى دراډيوله لارې په طالبانواودهغوى په امارت هم لعنتونه وايي زمادعاورته داده چې خداى يي دې نه بې پژواکه کوي

3.نرګس راډيو
  لکه څرنګه مې چې مخکې يادونه وکړه شايق صيب دښځولپاره انټرنيوزپه مرسته  يوه راډيوتاسيس کړه چې نوم يي نرګس ورباند ې کېښوداوڅوماشومې نجونې په کې کارکوي چې دمسوليت چارې يي هم دهغه دمېرمنې په غاړه دي خو تخنيکريي يوهلک دى چې په خپرونو کې دښکلاپه نوم اعلانېږي اوهڅه يې داده چې ددغه راډيوټولې کاروکونکې ښځې وښايي
په عمومي ډول شرق نېټ ورک دمسلکي ژورنالستانو څخه بې برخې دى ښاغلي زکي چې کله په پروګرام کې له هلکانوسره کښېني داسې ښکاري لکه هغه يې چې هلک وي په مالي لحاظ دغه نېټ ورک له ستونزوسره مخ دى هغه په دې چې دتلوېزيون په جوړېدوهمدااوس هم دښاغلي فهيم اتل دکمپنۍ په لکونوقرضداره دى اوکه چلېږي نو هغه په کې دشرق راډيوځينې اعلانات دي زماسره نورداسې اسنادهم شته چې ددغه نټ ورک له کارکوونکومې وخت پروخت ترلاسه کړي خودلته يي راوړل مناسب نه دي که دغه نټ ورک اومشرتابه يې لږ نجونې له زهن نه وباسي تاويلې ماويلې په کې ختمې شي  اومسلکي کسان په کاروګوماري امېددى  چې دغه نټ ورک به له دغه مرګوني چوفتياڅخه راووځي زه په ګڼوسمينارونوکې له هغه سره يوځاى پاتې شوى نو پرې پوهېدلى يم چې  خپله شايق صيب بياډېرمردانه انسان دى دنورورسنيوغوندې په هرچاپسې خبرې نه کوي هرڅه که کوي خونورڅوک ورنه نه خبريږي

4.سپين غرراډيو
   سپين غرراډيوهم د انټرنيوز ډالۍ ده چې واکمن يې جاندادسپين غر اومسول مديريې ښاغلى شېربهادرهمت صيب دى چې ولايتي شوراته نوماند هم وودغه راډيوپه شينواروکې خپرونې کوي چې دپوښښ ساحه يي تربلې هرې راډيومحدودوه ده له ښاغلي شايق سره دښواړيکوپه سبب په مالي لحاظ بده نه ده خپل مصارف پوره کولى شي خودخپرونو محتوااودکاروکوونکو لياقت يې دومره په ستايلونه ارزي ياخودپاکستانيوراډيوګانوپېښې کوي اوياهم دبې سوادوغوندې په دې ماناچې دويندويۍ اوخبرواداب نه مرعاتوي دبېلګې په ډول دخپرونې يوه وړاند ې کوونکى په ژوندۍ خپرونه کې وايي
غږخودې سم دانسانانوغوند ې دى ..........
ځان ته دې ډېره طمعه شوې .......
په سلامونو کې پړى وشکوې ........
دهمدې يوې سندرې لکۍ دې  نېولې .............
اوداسې نورخوپښتانه وايي چې همداغرهمداکربوړى سپين غرراډيودکليوالو سيمولپاره خپرونې کوي اواورېدونکي ېې هم ښاريان نه د ي اوکليوال سټايل لري دننګرهارله پې ارټي سره دښاغلي بهادرهمت نږدې اړيکو دغه راډيوهم دمالي لحاظه په پښودرولې خوداچې ولې لاهم په دفتر کې دکوچ په ځاى له کټونونه استفاده کوي زه هم نه پوهېږم خوممکن دادهغوى خپل ځانګړى سټايل وي اماراډيوسره ددې چې انټرنيوزورکړې په اې ډي ګانو کې خپلواکه ازاده اوناپېيلې حسابېږي

5.کليدراډيو
کليد راډيو دکليدتجارتي ګروپ دننګرهارراډيوده چې دتېرودووکلونوراپه دې خواپه ننګرهارکې خپرونې لري ددغه راډيويوه ځانګړتياداده چې په کابل کې دځينو بهرنيوموسسولخواپنډورکول کېږي اودومره مالي ستونزې نه لري خپرونې يې هم ښې ده اوڅه چې ددې خپرونو نيمګړتيابلل کېږي داده  چې ځينې وخت داسې مسايل خپروي چې دختيځ لپاره کوم ارزښت نه لري ځکه هغه خپرونې له کابل نه دوى ته رااستول کېږي اويوازې په کابل پورې اړوند وي خودوى يي بايدبې له څه خبرې نشرکړي همداډول ځينې خبرې رپوټونه هم دنوروولاياتونه ورته راځي چې دلهجې اوموضوع په لحاظ دننګرهاريانو په زړه پورې اوداورېدلووړنه دي ددغه دفتري چارې مقررۍ اوعزل کول په کابل کې ددغه دفترديوې چارواکې  نجېبې ايوبي  په لاس کې دي ددغه راډيومسول مديرچې چندان واک هم نه لري فکرکوي چې کليدددغه راډيودمسول مديرپه وينادننګرهارترټولوپرمختللې راډيوده اوډېراورېدونکي لري خوتاسې که کله ددې اونوروراډيوګانو کومه لايف خپرونه ونيسى نودرته څرګنده به شي چې څوک زيات اورېدونکي لر ي اوخبره څنګه ده په دې چې دکليدراډيو په ژونديوخپرونو کې په لسودقيقو کې يو اورېدونکى راځي خودبلې هرې راډيولپاره په دقيقه کې دومره اورېدونکي زنګ وهي نوکه خبره اوحساب په اورېدونکوو يبادې کليد په خپله پرېکړه کې لږ څه غوروکړي بله داچې راډيودکليدګروف راډيوده خود ى دخپلواکۍ اوناپېلتوب اې ډي ګانې ښې پرېمانه خپروي بله داچې دمسکو راډيوخپرونې کله نشرته سپاري چې بې له سرخوږي داورېدونکولپاره بل هېڅ مطلب اومفهوم نه لري
ډېرى کاروکوونکي يې په کارپوهېږي خومسول يې ښاغلي شفق همدرد کوم مسلکي ژورنالست نه دى له دولسم ټولګي نه فارغ شوى يوڅووخت په کابل کې په زياتوواسطوکابل کليدته داخل شو چې درفيع صيب  پورې دلويوکسانوسفارشونه په کې شامل وي همالت يې دراډيوديوې لوړپوړې وياندې سره واده وکړاوله برکته يې دننګرهارکليد مسول وټاکل شو اواوس مهال په ژورنالېزم کې دهارون رشيد ، کاظم اهنګ ،اورحيم الله يوسفزي پرواهم نه لري منجمنټ يې هم ضعيفه دى که نه يې منى يو کارکونکى يې وپوښتى چې دهغه له چلندنه دې خوشحاله وي  ښاغلى همدردچې اصلادلوګرکه دوردګو ولايت دى خولهجه په داسې ډول کاروي چې نه ننګرهارۍ ده نه کندهارۍ اونه هم دهغه خپله مثلا
هغوى  راغلي ديه
دغه اورېدونکې له به له خيره ځواب ورکو
هغوى له دې نه ملاتړکړى وا
مخکې له دې چې ځواب درکم
اوداسې نور................
داکمالوونکو په اړه يې هم ګڼ شکونه موجودد ي ځکه پيشو  دخدا ى لپاره موږک نه نيسي دنووسندروپه پيداکولو کې هم خورامهارت لر ي اوملازمينو ته هم اجازه ورکړل شوې چې خپرونې وچلوي
دکرکټ اوځينې څونورې سياسي خپرونې يې دستايلو خو دهرات دخبريال دايراني لهجې رپوټ اوبې مفهومه طنزيه خپرونې يې دغندنې وړدي ددې پوښتنه هم ضرورده چې شامحمودشينوارى، افضلي ، انصاري ، کنډيوال ،ځيرک ، رحماني ،اند،انګيزه ...ولې ورنه په کمه موده کې تللې دي خداى يې دې نجيبه ايوبي له سره نه کموي

6.مرام راډيو(خپلواک کمپلکس)
مرام راډيوهم په ننګرهارکې دوه کاله  وړاندې جوړه شوې دامتيازخاونده يې دننګرهارولايت دکامې ولسوالۍ اوسېدونکې ژورنالسته اغلې جميله مرام ده اومسول مديريې سليمان خپلواک دى چې دکابل په تخنيکوم کې يې دميخانيک لوړدوه کلن تعليمات کړي په پېښورکې دژورنالېزم لنډمهالي کورس ويلى  خونوموړى وايي چې دوه پوهنځي يې لوستي چې يو په کې دپېښور پوهنتون ژورنالېزم پوهنځى اويودکابل پل تخنيک پوهنځى دى خپلواک صيب غورې ډېرې کوي خو په عمل کې ډېرځله داسې نه کو ي په راډيوکې خو مسلکي ژورنالست پرېږده چې يو هم په کې دحساب وړعمرلرونکى نه شته
اکثره وخت دنظردخاوندانو په خوله دماشومانو دراډيوپه نوم يادېږي که نه خپله يې يوه ورځ واورى چې دنشراتومسوليت يې څوکلن هلک ته سپارلى ددغه راډيو خپرونې په ثبتي بڼه نشته اوژوندۍ يې بيادومره له معياره وتي دي چې څوځله يې دخلکو اواطلاعاتواوکلتوررياست نيوکې راپارولې  خو خپلواک صيب غوږ نه ورباند ې ګروي
دکاروکوونکو په معاشونوکې هم چندان مېړنى نه دى که  څه  هم دادننګرهار دټولو  اېف اېمونوعمومي ستونزه ده  په دې وروستيو کې په دغه راډيوپسې کمپلکس هم تړل شوى اوپه لوحه يې ليکل شوي چې خپلواک کمپلکس چې دلوحې له مخې مجله ،اخبار، دځوانانوټولنه ، دښځوحقوقودملاتړټولنه  اوپروډکشن په کې دي خو په حقيقت کې په کې دوه ماشومې نجونې چې دنهم اواتم ټولګي زده کوونکي دي بله يوه نجلۍ هم په کې کارنه کوي ځکه هلته په کې ديارانوجوړول هم دومره سخت نه دې حتې دراډيواورېدنکوهم ورته لارموندلې خبري څانګه په کې يوازې دنټ په خبرونوولاړه ده چې هغه هم په کې اصول اووخت نه مرعاتېږي
  ماتردې دمه مرام دخپرونوپرته دکمپلکس کومه بله يوه لاسته راوړنه هم نه ده ليدلې خوخپلواک صيب لاهم يوازې دلوحې په نوم وياړي وروسته به وګوروچې کومه مجله يااخبارراوباسي که نه  ؟ دلته ښکلونجونوته ډېرزردخپلوا ک صيب دسکرتريت وياړورپه برخه کېږي دخپرونوژبني اړخ ته که راشونو ګڼې ګرامري تېروتنې لري په زېګنالونو اوپيامونوکې يې له سره نه مبتداخبرمرعات دي اونه هم سربلونه اوستربلونه، خپلواک صيب دکارکوونکوپه ساتلوکې دومره مهارت نه لري په ډېريوبرخوکې يې خپلووروڼوته مسوليتونه سپارلي اويوه کورنۍ راډيويې ورنه جوړه کړې ده ځينې وخت په کې دکولډټ په مرسته جعلي غږونه هم کاريږي اوتخنيکران يې کوم ځانکړى مهارت نه لري په خپرونوکې خپل زوق ډېرپالي اوخپرونې په وخت سره نه خپرېږي اونه جوړېږي په دې هيله چې خپلواک دهسې اوداسې ګرځېدوپه ځاى خپل وخت دخپلې ادارې سمون ته وقف کړي اوداورېدونکونه يوڅه  فاصله ونيسي امېددى چې راډيوبه دسمون په لورروانه شي په هغه سرزوري چې دراډيومشرتابه غوره کړې راډيوراډيونه شي کېدى اکثره وخت چې په ازادبازارکې موسسات اعلانات وړاندې کوي نو ترټولوښکته رېټ مرام ورکوي چې اکثره وخت نورې راډيوګانې دپنځلسو اوشلوډالرو ترمينځ وي خومرام حتى په دقيقه کې ددريوډالروپه رېټ هم موافقه کوي چې نيمايي هغه ورته وړياخپروي په دې هيله چې خپلواک کمپلکس په واقعي ډول يوکمپلکس شي اوپه ورکشاپونوکې نوردمجربواستادانو لخوالومړى خپل پرسونل اوبيانور وروزي

7.اباسين راډيو
اباسين راډيودننګرهارله هغوشخصي راډيوګانوڅخه ده چې سږکال په ننګرهارکې جوړه شوې ده که څه هم دومره وخت يې دخپرونونه کېږي اودثابتوخپرونودنشتوالي په سبب  اوس څه نه ورباندې ويل کېږي خو مسول مديريې ښاغلي انجينراجمل دى چې په ژورنالېزم کې کومه سابقه نه لري اونه يې په خواپه دې برخه کې کارکړى خودمحصل خان غمشريک غوند ې پياوړو ژورنالستانو چې په ژورنالېزم کې کلونه کلونه کارنه وروسته يې هم رپوټ ليکل زده نه کړل په هڅونه اوباټودې مجبورشوى چې راډيوجوړه کړي
په مالي لحاظ هم اباسين تراوسه له ستونزوسره مخ ده اوداسې ښکاري چې په جوړېدوکې يې له بيړې نه کاراخيستل شوى دى هغه هم دپياوړې غمشريک صيب په مفتومشوروتردې دمه ورنه ګڼ کسان  دخپرونوديوه مديرپه شمول بېرته وتلي دي اودکارکوونکو په زړونوکې يې اوس له کارسره هغه پخوانۍ مينه نه شته ليکنې اوزېږنالونه يې هم دګرامرپه خم کې نه دي لمبېدلي خومعلومه به شي چې په راتلونکوڅومياشتو کې به اباسين   شورارشي که نه ؟

8.صفاراډيو
صفاراډيوهم دننګرهارله شخصي راډيوګانوڅخه ده چې ترټولوهغويې وروسته خپرونې پيل کړېدي چې اوس اوس يې نږدې دوه مياشتې کيږ ي خو ددغه راډيوژونديوخپرونو پام سره چې له اورېدونکو يوه شېبه هم خالي نه وي معلومېږي چې زيات اورېدونکي ېې موندلي دي بله داچې دکارکوونکو په لحاظ هم ځينې داسې کسان په کې کارکوي چې په خپل مسلک کې  دستايلووړدي دبېلګې په ډول لکه استادحيدرجلال چې دتېروپنځلسوکلونو دبي بي سر ه ليکوال ممثل اوډايکټر دى عبدالمتين حميدي چې دېسااوارادې ورځپاڼوپخوانى خبريال اودکابل پوهنتو ن دژورنالېزم پوهنځي فارغ دى اودخبري څانګې مسوليت لري ګل رحمان رحماني ، اوعزيزاتل چې لوړې زده کړې يې په ادبياتوکې کړې هم په کارپوه خلک دي  دغه راډيومشورتي بورډهم لر ي چې پياوړې ژورنالستان په کې دي ګڼ ګردي مېزونه په کې جوړشوي دولسمشرۍ په ټاکنو کې يې دولسمشرۍ دشپږونوماندانو سره بحثونه دستايلووړدي که څه هم پروژې اوسوداګريزاعلانات په کې دومره نشته خوددولتي چارواکو سره ددغه راډيو دمسول مديرنږدې پاتې کېدل اوواسطه همدرازپه دولت کې دهغه دپلارلوړه څوکۍ ، دننګرهاردولايتي شوراپخواني ريس مسلمياراودګمرګ ريس کاموال خوږ ي اړيکي اوراډيوته ډيرتګ راتګ ، دسپن غردکمپنيوريس الحاج حکيم الله خان دوستى ددغه راډيومالي ستونزې هوارې کړ ې  دلسوپه شاوخواکې کاروکوونکي لري اومهم کسان په کې دپنځلسواوشلوزرترمينځ معاش اخلي
دراډيومسول مدير قرارعزيزي يومسلکي ژورنالست نه دى اوډېرې کمې زده کړې لري خوپه سينمااوفلم کې کاراوهنر ي فعاليتونو  بهرته سفرونودراډيوچلولوجرئت ورکړى دکاروکونکو دساتلوهنرېې زده دى دشهرت له نېشې نه تېرېدو اوله نجونوسره دخواخوږۍ کمېدوته سخت ضرورت لر ي اوکه داسې وشي دشخصيت دغوړېدوتمه يې کېږي هغه په دې چې اوس ېې له فلم نه استفاکړې کارکوونکې نجونې په کې نو ې څېرې دي چې تردې دمه خو ښې روانې دي خووروسته به معلوميږي چې مسلک ته به يې درناوى اودپرمختګ هڅه څنګه وي په دې راډيوډېرڅه ځکه نه شي ويل کېدى چې لاپه لومړيوپړاووکې ده يوه بله داچې ځينې داسې کسان په کې کارکو ي چې لهجه يې ددې ځاى دخلکونه ده بايدچې اوليت په کې ننګرهاريانوته ورګړل شوى وى
نورموپه لوى څښتن سپارم
يادونه : پورتني معلومات مايوې مطبوعاتي موسيسې ته چې دژورنالېږم اخلاقي څېړنه کوي دهغواسنادومرکو اوددغه رسنيودپخلااومروروکارکونکوسره دمرکو اوشخصي ليدنو په بنسټ برابرکړي حتى ډېرمسولين يې له نږدې نه پېژنم خوپه دې هيله چې خوابده نه کړې ځکه دحقيقت ويل کومه ګناه نه ده بل هدف مې داووچې خپل عيب دولومينځ د ى ددغه رسنيونېمګړتياوې يوازې موږ ته معلومېږي  ځکه چې راډيواورواوهرڅه ته موغوږونه خلاص وي حال داچى دراډيومشران بيادې ته وخت نه لري چې خپلوخاميوته متوجه شي

په درنښت
    تلوسه مومندننګرهارۍ