چارواکي: جلال اباد کې پر سرپرست دفاع وزیر چاودنه نه ده شوې، تبلیغات دي

چارواکي: جلال اباد کې پر سرپرست دفاع وزیر چاودنه نه ده شوې، تبلیغات دي


  • 2 کاله دمخه (28/05/2022)
  • سمسور
  • 850

سمسور (۷غبرګولی۱۴۰۱) د ننګرهار د استخباراتو رییس هغه راپور رد کړ، چې ګنې په جلال اباد کې د دفاع وزارت پر سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد چاودنه شوې ده. 

د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر رسنيو ته په لېږلي غږیز پيغام کې پر ملا محمد یعقوب مجاهد د چاودنې راپور تبلیغات ګڼلي  او ويلي يې دي، چې نوموړی ننګرهار ته تر سفر وروسته، بېرته کابل ته ستون شوی‌ دی.  

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وياند هم ويلي، چې د دغه وزارت پر سرپرست د چاودنې راپور بې‌بسټه دی او ننګرهار ته يې د نوموړي سفر ګته‌ ور بللی دی.  

مولوي یعقوب مجاهد پرون د ختیځ زون د امنیت ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی و او هلته یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له ځینو امنیتي پوستې لیدنه کړې ده.