عبدالباقي حقاني: حکومت د لوړو زده کړو معیاري کېدو ژمن دی

عبدالباقي حقاني: حکومت د لوړو زده کړو معیاري کېدو ژمن دی


  • 2 کاله دمخه (31/05/2022)
  • سمسور
  • 696

سمسور (۱۰غبرګولی۱۴۰۱) د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو معیاري کېدو ته ژمن دی.

نوموړي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې د افغان محصلینو ټول حقوق او امتیازیات ورکول کېږي. 

ښاغلي حقاني له هېواد څخه بهر افغان علمي کادرونو څخه غوښتي،  چې بېرته دې هېواد ته را ستانه شي. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې افغانستان به په لنډ. خت کې اباد او له نورو هېوادونو سره سیال شي.  

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي؛ خو اسلامي امارت بیا وایي، چې دوی د نجونو زده کړو ته ژمن دي او په نږدې راتلونکي کې به خپلو زده کړو ستنې کړل شي.