د خوړو نړيوال پروګرام: روان کال مو له يو ميليون افغانانو سره مرستې کړې

د خوړو نړيوال پروګرام: روان کال مو له يو ميليون افغانانو سره مرستې کړې


  • 2 کاله دمخه (01/06/2022)
  • سمسور
  • 632

سمسور (۱۱غبرګولی۱۴۰۱) د خوړو نړیوال پروګرام وایي، روان ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې یې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې له نژدې یو میلیون کسانو سره مرستې کړې دي.  

دغه پروګرام پرون پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له زرګونو کورنیو سره په میدان وردک، رزګان او سمنګان کې دا مرستې شوې دي او تر ټولو ډېره مرسته د میدان وردک استوګنو ترلاسه کړې ده، چې هلته دا کومکونه له پنځه لکه ټنه اوړي. 

د ملګرو ملتو موسسې خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې نژدې نولس میلیونه کسان د سږکال د لړم تر میاشتې له سختې لوږې سره مخامخېدای شي.