له ایرانه بیا هم زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

له ایرانه بیا هم زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي


  • 2 کاله دمخه (02/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 795

سمسور (۱۲غبرګولی۱۴۰۱) د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت  له ایران څخه هېواد ته ۳۴۴۰ افغان کډوالو د را ستنېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت نن په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې یادو کډوالو څخه ۳۴۴۰ افغان کډوال د هرات اسلام کلا او نیمروز میلک سرحدي بندرونو له لارې له ایران څخه په زور او خپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي دي. 

د مالوماتو له‌مخې، له دغه کډوالو زیاته برخه په زوره له ایران څخه افغانستان ته را شړل شوي دي.

دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې د روانې غبرګولې میاشتې له شپږمې څخه بیا تر دامهاله ۱۰۷۹ افغان کډوالو له پاکستان څخه هېواد ته راګرځېدلي دي.

د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ، له یادو کډوالو څخه زیات یې هغه دي، چې پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل. 

د یادونې ده، چې له ایران او پاکستان څخه تازه را ستنو شویو سره د ملګرو ملتونو مرستې هم شوې دي.