ايرلنډ له افغانستان سره يو نيم ميليون ايرو مرسته کړې

ايرلنډ له افغانستان سره يو نيم ميليون ايرو مرسته کړې


  • 2 کاله دمخه (02/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 804

سمسور (۱۲غبرګولی۱۴۰۱) آیرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د یونیم ميلیون ایرو نوې مرسته کړې.

د ملګروملتونو د بشري چارو همغږې کونکې ادارې یا اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه مرسته په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د بېړني پروګرام د فعالیتونو د ملاتړ په خاطر شوې ده. 

په دې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې له دغه صندوق سره د ایرلنډ د سخاوتمندانه مرستو اندازه درې نیم ميلیون ایرو ته ورسېده.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي پرون ویلي، چې په روانه جون میاشت کې شاوخوا ۱۸ ميلیونه افغانان خوړو ته بېړنۍ اړتیا لري.