د سرو زرو د سټنډرډ مطابق، هر هغه څوک چې کاغذي پیسې لري، کولای شي د هماغه هېواد مرکزي بانک ته دا پیسي یوسي او په مقابل کې يې طلا/سرهزر واخلي، دا پهدې مانا ده چې کاغذي بانکنوټونه په حقیقي فلزاتو (سرو زرو) سره په اساني تبادله کولای شي. طلا هغه مهال د تبادلې وسیله وگرځېده، کله چې زرگونه کاله وړاندې د بزگرانو له لوري دوه فلزات سپینزر (نقره) او سرهزر (طلا) د تبادلې د توکو په توگه ومنلې، هماغه وو، چې د وخت حاکمانو لهدې دوه فلزاتو څخه په پاملرنې سره نورې فلزې سکې جوړې کړې او د توکو د پلور او پېر وسیلې یې وگرځولې.
************
د سرو زرو سټنډرډ سیسټم يا Gold Standard يانې څه؟
ما د دې لیکنې پیل په «سروزرو سټنډرډ» کلیمو باندې وکړ، ښايي ځینو ملگرو ته سوال پیدا شي، چې دا څه ډول سټنډرډ دی او اشاره پهکې څهته شوېده؟ د سرو زرو سټنډرډ د نړۍ په کچه یو پولي سیسټم دی چې پهکې د یو هیواد د اسعارو یا کاغذي پیسو ارزښت په مستقیم ډول د سرو زرو سره تړاو لري. پهدې سټنډرډ کې ټول هیوادونه موافق وي او حکومت یې کولای شي، چې کاغذي پیسې په ثابت مقدار سروزرو بدلې کړي. هغه هیواد چې د سروزرو سټنډرډ کاروي، نو د سرو زرو لپاره یو مالوم نرخ ټاکي او پهدې مالوم نرخ بیا سرهزر اخلي/پلوري. دا ثابت قیمت په اصل کې د هېواد د اسعارو ارزښت ټاکلو لپاره کارول کېږي. د بېلگې په توگه، که امریکا د سروزرو د یو «اونس» چې ۲۸.۳ گرامه کېږي، قیمت ۵۰۰ ډالر ټاکي، نو د یو امریکايي ډالر قیمت به ۵۰۰/۱ برخه د سرو زرو وي. پهدې سیسټم کې به که هېوادونو غوښتل، چې نوي بانکنوټونه چاپ کړي، نو هغه به یې د هغه طلاو په تناسب چاپول، څومره طلا به یې چې د هېواد اقتصادي سیسټم ته راننوته، هماغومره بانکنوټونه به یې چاپول، همدغه د «سروزرو سټنډرډ سیسټم» وو.
************
سرهزر د پیسو د پشتوانې پهتوگه:
د سرو زرو سټنډرډ سیسټم اوسمهال د هیېڅ حکومت لهلوري نهکارول کېږي. برتانیې په ۱۹۳۱ز کې د سرو زرو سټنډرډ کارول بند کړل، او امریکا په ۱۹۳۳ز کې بند کړ. بالاخره، په ۱۹۷۳ز کې دا سیسټم بېخي لهمنځه لاړ، او پر ځای يې فايټ پیسې يا Fiat Money چې بېپشتوانه پیسې هم ورته ویلای شو، رامنځته شوې. اصلاً لهدې وړاندې طلا سل په سلو کې د اسعارو منلشوې پشتوانه وه او د طلا او سپینو زرو سکو هم په بازار کې شتون درلود. په یوولسمه پېړۍ کې د لومړي ځل لهپاره په چین کې د کاغذي بانکنوټونو کارول پیل شول، په ۱۹۷۱ز کې د امریکا ولسمشر د طلا په کاروونې سخت نقد وکړ او پرېکړه يې وکړه، چې سرهزر کولای شئ، په ډالرو تبدیل کړئ، هماغه وو، چې کرار کرار د طلا کاروونې ځای، کاغذي بانکنوټونو ونېو.
************
د ډالر لهپاره طلایي دوره، د هر ډول اسعار پشتوانه:
کله چې په ۱۹۴۴ز کې د برېټن ووډز کنفرانس د ۴۴ هېوادونو څخه د ۷۳۰ استازیو په گډون سره په دې موخه دایر شو، تر څو په نړۍ کې د پيسو مدیریت او مالي نظم رامنځته کړي نو هلته د ډالر په اړه یو نهباور کېدونکی تصمیم دا ونېول شو، چې د طلا تر څنگ ټول هېوادونه کولای شی، چې ډالر هم د خپلو پيسو د پشتوانې په توگه کاروي. هماغه وو، چې ډالر په نړۍ کې نوم واېست، او امریکا د ډالرو چاپ ته پهدې خاطر زور ورکړ، چې هر هېواد هڅه کوله، چې خپلو نړیوالو سوداگریزو معاملو کې دا باارزښته کرنسي وکاروي، له بل اړخه هر هېواد هڅه کوله، چې د امریکا تازه چاپشوي ډالر واخلي او پهبدل کې يې طلا امریکا ته وسپاري، امریکا هماغه مهال د خپلې اقتصادي پالېسۍ له مخې تصمیم نېولی وو، چې هر اونس (۲۸.۳ گرامه طلا) به له هېوادونو په ۳۵ ډالر اخلي. د اقتصادپوهانو په اند په ۱۹۴۵ز کې که د ټولې نړۍ طلا یا سرهزر راغونډ شويوو، نو هومره نهجوړېدل، څومره چې یوازې له امریکا سره وو. ویلای شو، چې کرار کرار، په نړۍ کې د پیسو پشتوانه ډالر وگرځېده، د برېټن ووډز کنفرانس دې تصمیم د ډالرو په ارزښتمنکېدا کې حیاتي رول ولوباوه.
************
اوسمهال اسعار تر شا څه لري؟
اوسمهال زموږ او ستاسې په جېبونو کې پراته بانکنوټونه د طلا کومه پشتوانه نهلري، د فایټ سیسټم Fiat System پر بنسټ د اسعارو ارزښت په کوم فزیکي څيز پورې تړلی نهدی، بلکې دا د حکومتونو کار او خوښه ده، چې د یو فرمان لهمخې هر کاغذي نوټ ته د څومره ارزښت اجازه ورکوي، د کاغذي بانکنوټونو ارزښت په نړیوال بازار کې په صادراتو او وارداتو او د سوداگرۍ په حجم پورې تړلیدی.
اصلاً د فايټ Fiat اصطلاح د یونايي Fieri څخه اخیستل شوېده، چې مانا يې فرمان یا حکم دی. د پیسو په توگه د طلا د تبادلې یوه ستونزه دا وه، چې هغه هېوادونه چې صادرات به یې ډېر وو، نو طلا به ورسره ډېره جمع کېدله او هغه هېوادونه چې وارداتي وو، او صادرات یې کم وو، نو هغوی سره به طلا کمېده. وړاندې هم د ډالر په اړه بحث کې وویل شول، چې ډالر د طلا ځای نېولیدی، خو اصل خبره د تولید، ملي اقتصادي او سیاست پورې تړلېده، هغه هېوادونه چې ډېر واردات ولري، یو وارداتي هېواد واوسو، ملي اقتصاد يې پیاوړی اوسي او د نړۍ په کچه ښه سیاسي پالیسي ولري، نو طبیعي خبره ده، چې ډالر به هم ډېر لري او پیسه به یې له هر بل هېواد ارزښتمنه اوسي.
خو اصلي پوښتنه لا تر اوسه لاینحل ده، چې د امریکا په داخل کې پرته، بېرون په نړۍ کې چلېدونکي ډالر تر شا څه لري؟! پشتوانه یې څه ده!