د اوکراين ولسمشر: روسيې د اوکراين شل سلنه خاوره نيولې

د اوکراين ولسمشر: روسيې د اوکراين شل سلنه خاوره نيولې


  • 2 کاله دمخه (02/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 747

سمسور (۱۲غبرګولی۱۴۰۱) د اوکراین ولسمشر وایي، د دې سربېره چې روسانو ته د افغانستان د یوې لسیزې تر جګړې په اوکراین کې د روانې جګړې په ترڅ کې ډېر تلفات اوښتي دي، بیا هم روسیه هڅې کوي چې نورې سیمې لاندې کړي.

د ولادمیر زیلینسکي په وینا اوس د اوکراین شل فیصده خاوره روسیې نیولې ده.

زیلینسکي چې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګزامبرګ پارلمان ته خبرې کولې دا هم ویلي، چې د اوکراین له اټکل سره سم تر اوسه له اوکراین سره په جګړه کې تر دېرش زره ډېر روسي عسکر وژل شوې دي.

څه باندې درې میاشتې کېږي، چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی.