پکتیا کې د ۱۴۰ زره پاکستانیو کلدارو د غلا په تور څلور کسان نیول شوي

پکتیا کې د ۱۴۰ زره پاکستانیو کلدارو د غلا په تور څلور کسان نیول شوي


  • 2 کاله دمخه (04/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 671

سمسور (۱۴غبرګولی۱۴۰۱) په پکتیا کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو نارینه او درې ښځې له یوه کوره د ۱۴۰ زره پاکستانیو کلدارو د غلا په تور نیول شوي دي. 

سرچینې زیاته کړې، چې د زلمي په نوم یو کس او درې ښځې د مرستې په پلمه یوه کور ته ورغلې او د یوې سپرې په شیندلو یې د کور غړي بې هوښه کړي دي. 

دوی وروسته له دغه کوره ۱۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې غلا کړې، چې د جمعې ورځې په سهار د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. 

د ویلو ده، چې له څه مودې راهیسې په پکتیا او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د جنايي جرمونو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي.