د څلورو هوايي ډګرونو د امنیت چارې د اماراتو یوه شرکت ته وسپارل شوې

د څلورو هوايي ډګرونو د امنیت چارې د اماراتو یوه شرکت ته وسپارل شوې


  • 2 کاله دمخه (04/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 724

سمسور (۱۴غبرګولی۱۴۰۱) اسلامي امارت د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو د عملیاتو او امنیت چارې رسماً د متحده عربي اماراتو یوه شرکت ته وسپارلې.

د ملکي هوايي چلند ادارې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو د عملیاتي او امنیتي چارو مسوولیت په رسمي ډول د ګاک سلوشن په نوم امارتي شرکت ته سپارل شوي. 

خو په هغه سند کې چې د اسلامي امارت حکومت نږدې لس ورځې مخکې له دې شرکت سره لاسلیک کړ ویل شوي و، چې د دې هوايي ډګرونو امنیتي مسوولیتونه په تړون کې نه دي شامل.