بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله دوو کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله دوو کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی


  • 2 کاله دمخه (04/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 776

سمسور (۱۴غبرګولی۱۴۰۱) په بغلان کې ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت اړوند د کابل - بلخ د لويې لارې پر سر د ترافيکي پيښې له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي. 

د بغلان د ترافيکو مدير محمد نذير عابد نن شنبه ويلي، چې دغه پېښه تيره ورځ ناوخته د دوشي ولسوالۍ په "سنګ سوراخ" سيمه کې رامنځته شوې ده. 

د نوموړي د مالوماتو له مخې، د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ټرافیکي نښو نه شتون او د سړکونو خرابوالی هغه څه دي، چې له امله یې وخت ناوخت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ټرافکي پېښې رامنځ ته کېږي.