سمسور (۱۴غبرګولی۱۴۰۱) د ايران پولې ته څېرمه بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله شپږ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا چاودنه پرون د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.
ځایي امنیتي چارواکو ویلي، چاودنه داسې مهال رامنځ ته شوې، چې
د پوځ اړونده د ملیشه ځواکونو د ګزمې یو موټر له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی؛ خو هلته د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډله فعاله ده، چې وخت ناوخت پر پاکستاني پوڅ بریدونه کوي.