له نورستان وروسته د کونړ په ځنګلونو کې هم اور لګېدلی

له نورستان وروسته د کونړ په ځنګلونو کې هم اور لګېدلی


  • 2 کاله دمخه (04/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 665

سمسور (۱۴غبرګولی۱۴۰۱) کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې لا هم دوام لري.

سرچینې ویلي، چې اور پنجشنبه د غبرګولي پر ۱۲ د دغه ولایت چپې درې ولسوالۍ د دیګل او لوی خوړ سیمو ځنګلونو کې لګېدلی دی.

سرچینه زیاتوي، په دیګل سیمه کې اور د ولسي خلکو له لوري قابو شوی؛ خو په لوی خوړ سیمه کې لا هم دوام لري، چې له کبله یې د ځنګل ګڼې برخې سوځېدلې دي. 

د کونړ ځایي چارواکي هم په دغه ولایت کې اورلګېدنه تاییدوي او د قابو کولو د هڅو خبر یې ورکړی دی.  

چپه دره ولسوالۍ د نورستان له واما ولسوالۍ سره تړلې ده، چې له څو ورځو راهیسې یې په ځنګلونو کې اور لګېدلی او لا هم دوام لري.