چارواکي: د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې بل شوی اور مړ شو

چارواکي: د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې بل شوی اور مړ شو


  • 2 کاله دمخه (05/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 772

سمسور (۱۵غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا چارواکي وایي، چې د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې رامنځ ته شوې اورلګېدنه مهار شوې ده.

طبي پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال ویلي، چې د نورستان او کونړ ولایتونو ځنګلونو کې را منځ ته شوې اور لګېدنه په بشپړه توګه مهار شوې ده.  

مولوي شرف الدين مسلم نن يکشنبه په يو غږيز پيغام کې ويلي، چې ياده اورلګېدنه د سیمې خلکو او سیمه ییزو مسوولينو له خوا مهار شوې او په خبره یې اوس‌مهال هلته هېڅ ستونزه نشته. 

د نوموړي همداشان زیاته کړې، چې په راتلوونکي کې د ورته پېښو مخنيوي لپاره د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو يو پلاوى سيمې ته تللى دى.  

د یادونې ده، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د نورستان ولايت شام دره او نورګرام ولسوالۍ او د کونړ ولايت په چپې درې شيګل او ناړۍ ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه.