ننګرهار کې د څه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼې د حاصلاتو اټکل شوی

ننګرهار کې د څه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼې د حاصلاتو اټکل شوی


  • 2 کاله دمخه (05/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 901

سمسور (۱۵غبرګولی۱۴۰۱) د ننګرهار کانال ریاست وایي، سږکال به دوی له څلور ګونو فارمونو څه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼه ترلاسه کړي. 

د ننګرهار د کانال شرکت ویاند سید همایون غريبمل ویلي، چې د کانال شرکت په څلور ګونو فارمونو کې سږکال پر ۳ زره جريبه ځمکه هندواڼه کرل شوې چې ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل به ورکړي.

د غریبمل د معلوماتو له مخې، پر همدې ځمکه تېر کال هم هندواڼه کرل شوې وه، چې شااوخوا ۱۲ زره ټنه هندواڼه یې کړې وه.

ننګرهار د هېواد یو له زراعتي ولایتونو شمېرل کېږي، چې د نورو حاصلاتو سره سره په کې هندواڼې هرکال ښه حاصلات لري.