ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د درې میلیارد ډالرو تشه باید ډکه شي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د درې میلیارد ډالرو تشه باید ډکه شي


  • 2 کاله دمخه (06/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 746

سمسور (۱۶غبرګولی۱۴۰۱) ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د درې میلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. 

ملګرو ملتونو په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره د پنځه میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده او په خبره یې، چې له دې ډلې یې یوازې ۳۵ سلنه ترلاسه کړې دي.

اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې دغه تشه باید تر ژمي مخکې ډکه کړل شي. 

ملګرو ملتونو پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې له دوی سره مرستې وکړي؛ څو په افغانستان کې روان بشري بحران پای ومومي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې په افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه خلک خوراکي مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.