د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژې نوی قرارداد داوطلبۍ ته سپارل کېږي

د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژې نوی قرارداد داوطلبۍ ته سپارل کېږي


  • 2 کاله دمخه (06/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 643

سمسور (۱۶غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا اقتصادي کمېسیون ویلي، چې د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه د نوي قرارداد په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې یې د رېل پټلۍ ادارې ته دنده سپارلې، څو د حیرتان د اوسپنې پټلۍ د خدماتو پروژه د نوي قرارداد لپاره داوطلبۍ ته وسپاري. 

ورته مهال اقتصادي کمېسیون له «DP World» کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرلو په موخه د تفاهم پرېکړه کړې ده.

د رېل پټلۍ ادارې مسوولان وايي، چې د حیرتان رېل پټلۍ بشپړ مسوولیت دې افغان لوری ولري او د خدماتو وړاندې کولو لپاره به له بل شرکت سره قرارداد کېږي.

تېر حکومت د حیرتان رېل پټلۍ قرارداد د اوزبکستان له یو دولتي شرکت سره کړی و.