هلمند او زابل کې ترافیکو پېښو ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند او زابل کې ترافیکو پېښو ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 7 مياشتي دمخه (06/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 171

سمسور (۱۶غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا چارواکي په هلمند او زابل ولایتونو کې د ترافيکو پېښو له امله ۱۲ کسانو ته د مرګ ژوبله اړولو خبر ور کوي.

چارواکو ویلي، چې دغه ترافيکي پېښې د هلمند ولايت په بابجي سيمه او زابل ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

د مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل دي.

ویل کېږي، چې په ټپيانو کې یو شمېر ښځې هم شاملي دي.

مسوولینو ویلي، چې د پېښې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوې، چې له کبله یو شمېر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.