ننګرهار؛ سږ کال د خرما په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی

ننګرهار؛ سږ کال د خرما په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی


  • 2 کاله دمخه (07/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 793

سمسور (۱۷غبرګولی۱۴۰۱) ننګرهار کې ځایي مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د خرما په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کانال ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال به په کانال کې د خرما له څلوېښت جریبه روزل شوي بڼ څخه ۲۰ ټنه خرما ترلاسه شي.   

د مالوماتو له مخې، ترلاسه‌ شوې خرما به نورو ولایتونو ته صادره شي. 

د مسوولینو په وینا، چې سږ کال دا حاصلات د پروسږ کال په پرتله نږدې دوه برابره زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پروسږ کال د ننګرهار له کاناله ۱۴ ټنه خرما ترلاسه شوې وه.

د ننګرهار کانال ریاست زیاته کړې، چې سږ کال د خرما د حاصلاتو د ډېرېدو لامل معیاري کرنه ده او باغونه یې په معیاري کرنیزو لارو چارو روزل شوي دي.