سمسور (۱۷غبرګولی۱۴۰۱) له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون په هڅو د برېښنا شرکت پخوانی رییس امانالله غالب بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
د دغه کمېسیون غړي احمدالله وثیق ویلي، چې دوی د ښاغلي غالب هرکلی کوي او په وینا یې، په اړونده برخه کې به یې له تجربو او مشورو څخه ګټه واخیستل شي.
تر دې وړاندې هم د تېر حکومت یو شمېر مهم چارواکي د دغه کمیسیون په هڅو بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.