مزارشریف کې د اورلګېدنې له کبله شااوخوا یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی

مزارشریف کې د اورلګېدنې له کبله شااوخوا یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی


  • 2 کاله دمخه (09/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 674

سمسور (۱۹غبرګولی۱۴۰۱) بلخ کې ځایي امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په یوه مارکیټ کې تېره شپه اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده. 

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ وياند محمد اصف وزيري رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۲ نيمې بجې د مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. 

هغه په ​​وينا، په دې اور کې يو ٧٠ کلن کس چې د تخار ولايت اوسېدونکى دى، هم مړ شوى دى.  

ښاغلي وزيري زياته کړې، چې اور د ناپېژانده کس د سګريټ فلټر له امله لګېدلی او شاوخوا يو ميليون افغانۍ زيان يې اړولی دی.

د هغه په خبره، د اور وژنې ډله سیمې ته پر وخت رسېدلې او د شااوخوا څلور میلیونه افغانیو په ارزښت یې د خلکو د مالونو د سوځېدو مخه نیولې ده.  

په دې وروستيو کې د مزارشريف ښار د پردو په يوه پلورنځي کې د اور لګېدنې شاهد هم و.