سمسور (۲۰غبرګولی۱۴۰۱) سعودي عربستان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا صندوق چې د اسلامي پراختیا بانک تر چتر لاندې د اسلامي همکاریو سازمان په همغږۍ کار کوي، د عربستان د بشردوستانه او مرستندویه هڅو یوه برخه ده.
د دغو مرستو موخه د افغانانو د کړاو کمول او د احتمالي اقتصادي پرځېدا مخنیوی بلل شوی دی.
د راپور له مخې، په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان مرستې له ۲۶۶٫۵ میلیونو ډالرو اوښتې دي.
بل خوا؛ د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټوېټر پاڼه، د سعودي عربستان له ۳۰ میلیون بشري مرستو مننه کړې ده او تمه یې ښودله یې، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا سبب شي.