سمسور (۲۰غبرګولی۱۴۰۱) روزګان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر خپلمنځي شخړه شوې ده.
د سرچینې په خبره، په دې شخړه کې یو کس وژل شوی او ۵ نور ټپيان دي.
د مالوماتو لهمخې، دا شخړه پرون د دې ولایت په دهراوود ولسوالي کې شوې ده.
ویل کېږي، د درېیو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی او د درملنې لپاره کندهار ته وړل شوي دي.
روزګان کې لا ځايي امنیتي چارواکو د دې پېښې په تړاو څه نهدي ویلي.
د هېواد په نورو سیمو کې هم وخت ناوخت ورته شخړې کېږي، چې له کبله یې مرګ ژوبله هم رامنځ ته کېږي.