امریکا افغان کډوالو ته د ځانګړو ویزو د ورکړې پروسه چټکه کړې

امریکا افغان کډوالو ته د ځانګړو ویزو د ورکړې پروسه چټکه کړې


  • 2 کاله دمخه (10/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 612

سمسور (۲۰غبرګولی۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، چې دغه وزارت افغان کډوالو ته د ځانګړې ویزې د ورکړې پروسه چټکه کړې ده. 

هغه دغه‌راز ویلي، چې دوی د افغان کډوالو د اسنادو د ثبت بهیر لپاره د کار کوونکو شمېر زیات کړی او د غوښتنلیک پروسه یې ساده کړې ده.

د نوموړي په خبره، په دې توګه به د افغانانو لپاره د استوګنې د ځانګړو ویزو د اخیستو بهیر اسانه شي او ډېری غوښتنلیکونه به هم په کمه موده کې پروسس کړای شي. 

سرچینې زیاته کړې، چې اوس‌مهال د هغو افغانانو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې په درېیم هېواد کې مېشت دي. 

باید وویل شي، چې د نوي حکومت له راتګ وروسته لوی شمېر افغانان درېیم هېواد ته تللي او د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د پروسې لپاره انتظار باسي.