خیبر پښتونخوا؛ په وسله وال برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

خیبر پښتونخوا؛ په وسله وال برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (10/06/2022)
  • 679

سمسور (۲۰غبرګولی۱۴۰۱) د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په صوابۍ کې د یوه وسله وال برید پرمهال دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.  

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، دغه بريد بېګاه شپه د صوابۍ اړوند په کلابټ سيمه کې شوى دى.

ځایي پاکستاني پولیسو ویلي، چې بريد د عسکرو د ګزمې پر موټر شوی دی.

پولیسو ادعا کړې، چې په دغه نښته کې بريد کوونکی هم وژل شوی دی. 

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د وسله‌وال او هدفي بریدونه د ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي، چې د ځایي خلکو او حکومت اندېښنې یې هم راپورته کړې دي.