پوتین: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې ژمنې عملي کړي

پوتین: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې ژمنې عملي کړي


  • 2 کاله دمخه (11/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 783

سمسور (۲۱غبرګولی۱۴۰۱) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمداوف سره مسکو کې لیدنه کړې ده.

د راپورنو له‌مخې، د دغو دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

پوتین په دې لیدنه کې ویلي، چې روسیه او ترکمنستان د افغانستان د بیارغونې او د سیمې په بنسټیزو او لوجستیکي پروژو کې د دغه هېواد د ګډې همکارۍ دوام ته تیاره ده. 

پوتین زیاته کړې، چې امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې لپاره هم خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د هغه په خبره، امریکا له شل کلنې جګړې وروسته افغانستان له ناورین سره مخ کړ او اوس یې وخت دی، چې د دغه هېواد د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.