سمسور (۲۲غبرګولی۱۴۰۱) غزني کې ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند، حافظ عمر ویلي، چې پېښه په روضه سیمه کې شوې، چې له امله یې یوه ښځه مړه او څلور تنه نور ژوبل دي.
د ده د مالوماتو لهمخې، چې پېښه د کورولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، تنګ او خراب سړکونه او ترافیکي نښو نه مراعاتو بلل شوي دي.