سمسور (۲۲غبرګولی۱۴۰۱) ځایي سرچینې وایي، چې د خوست ولايت قلندر ولسوالۍ د تبۍ غره د لنډي کلي په ځنګل کې اور لګېدلی دی.
سرچینې ویلي، چې دغه اورلګېدنه نن ماسپښين شااوخوا يوه بجه رامنځ ته شوې، چې اوس هم دوام لري.
سرچینې همداراز زیاته کړې، چې تر دې دمه د اور لګېدنې لامل نه دی مالوم.
بل خوا ځایي چارواکو ویلي، چې د اور د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړې او په خبره یې، د اور مهارولو په موخه يې د سيمې خلکو ته هم ځينې لارښوونې کړې دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د هېواد په نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو کې هم اورلګېدلی وو.