نیمروز کې یو کس د خپلې مېرمنې په ګډون د کورنۍ نهه غړي وژلي او تښتېدلی

نیمروز کې یو کس د خپلې مېرمنې په ګډون د کورنۍ نهه غړي وژلي او تښتېدلی


  • 2 کاله دمخه (13/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 632

سمسور (۲۳غبرګولی۱۴۰۱) ځایي امنیتي سرچینې وایي، چې نیمروز ولایت کې يوه سړي د خپلې مېرمنې په ګډون د کورنۍ نهه غړي وژلي دي.

د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر مولوي محمد مهاجر ویلي، چې قاتل له سیمې څخه تښتيدلى دى؛ خو د نیولو لپاره یې د دوی هڅې پیل شوې دي. 

هغه زیاتوي، چې دغه سړي تېره ورځ د مرکز زرنج ښار اړوند سیمه کې د خپلې مېرمنې، ماشومانو او خسر په ګډون د خپلې کورنۍ نهه تنه وژلي دي.

تر اوسه د دې ډلییزې وژنې د انګېزې په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو 

په هېواد کې ډېر کله کورنی تاوتریخوالی، فقر، بې‌کاري او ځینې نورې ستونزې د داسې پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.