سمسور (۲۳غبرګولی۱۴۰۱) سرپرست حکومت ویلي، چې ځواکونو یې د کابل په «بګراميو» ولسوالي کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د داعش یو مهم قوماندان وژلی او یو بل یې نیولی دی.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته پر ټوېټر لیکلي، چې دغو کسانو په جوماتونو، خانقاهوو او د برېښنا پر ستنو په بریدونو کې لاس درلود.
ښاغلي مجاهد دغه کسان «خوارجیان» بللي او ویلي یې دي، چې د داعش ډلې مهم غړي وو.
د ا.ا تر بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې تر ۵۰ زیاتې لویې او وړې چاودنې او وسلهوال بریدونه شوي دي، چې د ډېرو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.