د هلمند په ګرمسیر کې یوه کس خپله مېرمن او درې کلن زوی حلال کړي

د هلمند په ګرمسیر کې یوه کس خپله مېرمن او درې کلن زوی حلال کړي


  • 2 کاله دمخه (13/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 605

سمسور (۲۳غبرګولی۱۴۰۱) ځایي امنیتي سرچینې وایي، چې د هلمند ولایت په «ګرمسیر» ولسوالي کې يوه سړي له خپلې مېرمنې او درې کلن زوی څخه سرونه پرې کړې دي.

سرچینې ویلي، چې قاتل کس د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی مالوم شوی او نه هم ځايي مسوولینو په دې اړه څه ویلي دي. 

په وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.