په بلخ کې سږ کال د غنمو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

په بلخ کې سږ کال د غنمو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی


  • 2 کاله دمخه (14/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 723

سمسور (۲۴غبرګولی۱۴۰۱) ملګرو ملتونو په بلخ ولایت کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو د ډېروالي خبر ور کړی دی. 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دوی په بلخ کې تېر کال کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي وو.

سرچینې ویلي، چې بلخ کې کروندګر له هرو پنځوس کیلو ګرامه اصلاح شویو تخمونو ۱۴ سوه کیلوګرامه غنم ترلاسه کوي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره ډېروالی ښیي.

دغې ادارې همدا راز ویلي، چې دغه بهیر نورو ولایتونو ته هم غځوي؛ ترڅو د غنمو او نورو خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راشي.