اروپا ته د ورتلوونکو افغان کډوالو په شمېر کې ډېروالی راغلی

اروپا ته د ورتلوونکو افغان کډوالو په شمېر کې ډېروالی راغلی


  • 2 کاله دمخه (14/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 703

سمسور (۲۴غبرګولی۱۴۰۱) له غیر قانوني لارو اروپایي هېوادونو ته د افغانانو او نورو کډوالو په تګ کې ۸۵ سلنه ډېروالی راغلی دی. 

اروپایي ټولنې ویلي، چې په وروستیو کې زرګونه افغانانو او نورو کډوالو اروپايي هېوادونو ته په ناقانونه توګه ځانونه رسولي دي. 

سرچینې همدا راز ویلي، چې یوازې په تېره مې میاشت کې شااوخوا ۲۸ زره کډوال اروپايي هېوادونو ته تللي دي. 

د مالوماتو له‌مخې، په تېرو څو میاشتو کې ډېری کډوال، چې شمېر یې ۴۵ زره تنو رسېږي افغانان او د سوریې خلک دي.

په افغانستان کې فقر، بې‌کاري او د خلکو خراب اقتصاد هغه څه دي، چې له کبله یې افغانان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته مخه کوي.